د کونړ سيند‌ کښي د يوه ځوان جسد‌ موندل سوی

د ط..البانو د ننګرهار د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د‌ سې شنبې په ورځ د‌ دغه ولايت په کامي ولسوالۍ کښي د‌ هغه ځوان جسد‌ موندلی، چي د دوشنبې په ورځ د لمبېدو پر مهال د‌ کونړ د سيند اوبو وړی وو.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي دغه ځوان اسرار خان مشال نومېدی او اصلي د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چي د دوشنبې په ورځ د‌ کونړ د سيند اوبو وړی او وژلی دئ.
بايد وويل سي، چي د هوا په ګرمېدو سره د هیواد په بېلابېلو سیمو کښي په سیندونو کښي د خلګو د ډوبېدو پېښي زیاتي سوي دي.