د کونړ پر سرکاڼو او دانګام د پاکستاني ځواکونو راکیټي بریدونو مرګ ژوبله اړولې

تېره شپه یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کونړ سرکاڼو او دانګام ولسوالیو باندي د توپونو په لسګونو مرمۍ توغولي دي.
حکومتي سرچینو بریدونه تایید کړي او وایي، دوی هم په غبرګون کي د پاکستاني پوځيانو ځیني اهداف ویشتلي دي.
د طالبانو د ځايي چارواکو په خبره، د دواړو خواو ترمنځ ټکانو د سهار تر لسو بجو پوري دوام کړی چي پکښي د سرکاڼو ولسوالۍ یو تن وژل سوی او بل ټپي سوی دی.
د سرکاڼو اوسیدونکي وایي، تیره شپه يې پر سیمه پاکستانیو پوځیانو لګسونه د توپونو مرمۍ ور غورځولي او خلک د خپلو کورونو پريښودو ته اړ سوي دي.
دانګام هم له تیرو دوه شپو څخه د پاکستاني ځواکونو تر توپچي بریدونو لاندي وو او د ځايي اوسیدونکو په وینا، تر اوسه یې د سیاڼ، درګۍ، سور کمر شاوخوا سیمو باندي له پنځوسو زیاتي د توپونو مرمۍ لګیدلي دي.
له ۲۰۱۰ کال څخه پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښي دې غاړي ته پرتې ګڼي سیمي په توپونو او نورو درنو وسلو ویشتلي او پکښي يې سلګونو کسانو ته د مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستان تر دې مخکي په پکتیکا کي هم ګڼي سیمي بمبار کړي چي په ترڅ کي د ښځو او کوچنیانو په ګډون لسګونو بې ګناه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.