د کوټي په هزارګنجي سیمه کي حکومتي ځواکونو د پښتنو دوکانونو ته اور اچولی

د کوټي هزارګنجي سیمي د سبزۍ په یوه مارکېټ کي حکومتي ځواکونو د خلکو دکاونونو ته اور اچولی.
له سیمي څخه راپورونه وایي، دغه دکانونه چي ټول له لرګیو څخه جوړ سوي وه پښتنو پکښي کاروبار کاوه خو حکومتي ځواکونو اور ورته اچولی.
د دوی په خبره، خلکو د دې دوکانونو کرایه ورکول او دا حکومتي یا غصب سوې مځکه نه وه.
په دې وروستیو کي په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کي پر پښتنو د پاکستاني حکومت له خوا ظلم زیات سوی چي پر وړاندي یې د پښتون ژغورني غورځنګ له خوا لاریونونه او غونډي هم سوي.
تازه پاکستاني حکومت په پښتون مېشتو سیمو کي د پوځي عملیاتو اعلان هم کړی چي سیمه ییز اوسېدونکي یې د پښتنو د بربادۍ، بې ځایه کولو او وژلو عملیات بولي.