د کوچنيانو د ساتني سازمان څخه په نشر سوي بيان کي ويل سوي، چي په کنړ ولايت کي د وروستيو زلزلو له امله په وژل سوو کسانو کي د نيمايي څخه زيات کوچنيان وژل سوي.
دغه سازمان ويلي، چي په دغو زلزلو کي شاوخوا ۱۲۰۰ کوچنيان وژل سوي او زيات شمېر نور ټپيان سوي دي.
د کوچنيانو د ساتني سازمان دغه راز ويلي چي د کنړ په زلزلو کي له ۵۰۰ ډېرو نجونو او ۶۵۰ هلکانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دئ.
دغه سازمان وايي چي له ۲۰۰زره څخه ډېر کوچنيان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ياد سازمان پر نړۍوال بشري سازمانو ږغ کړی، چي په افغانستان کي د وروستيو زلزلو له امله د زيانمنو سوو کوچنيانو سره دي بېړنۍ مرستي وکړي.