د کوچنيانو د ژغورني صندوق: زرګونه افغان کوچنيانو پر پوله د لوږي څخه کړېږي

د کوچنيانو د ژغورني صندوق وايي، چي د ګاونډيو هيوادونو څخه په زرګونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي، چي د راتګ پرمهال ئې په زرګونه افغان کوچنيان پر پولو باندي د لوږي سره مخامخ دي.
د دغه صندوق د ملاتړ د چارو مشره سمیرا سید رحمان د پنج شنبې په ورځ ويلي دي، چي یوازي د جون په میاشت کي د ۸۰ زرو څخه ډېر افغان کوچنيان افغانستان ته راغلي، چي پر پولو د لوږي او سرپناه د نه موجوديت سره مخامخ وو.
د کوچنيانو د ژغورني صندوق دغه راز زیاتوي، چي باید افغان ماشومان خوندي وساتل سي. د ياد سازمان په وينا چي هغوی ته بايد خواړه ورکړل سي او د خوندیتوب له پاره ئې بايد هر اړخيز کار وسي