د کوچنیانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په هرات کي د وروستۍ زلزلې یو کال پوره سو او کورنۍ اوس بېرته په خپلو پښو د درېدو په حال کي دي

یونېسف په دې مناسبت نن په خپله ایکسپاڼه لیکلي چي په دې برخه کي پرمختګ نازک دی.

دغه ادارې د کوچنیانو د اساسي اړتیاوو د پوره کېدو او ټولنو د پیاوړتیا لپاره د نور ملاتړ غوښتنه کړې چي دوی د بقا لپاره اساسي خدمات او سرچینې ولري.

د تېرکال د تلي یا میزان پر ۱۵مه او ۱۷مه پرله‌پسې زلزلو ګلران او زنده جان ولسوالۍ ولړزولې چي ملګرو ملتونو د مړو کسانو شمېر ۱۰۰۰ او د زیانمنو سویو ۴۳زره یاد کړی دی.

زلزله ځپلو ویلي چي د کال له تېرېدو وروسته هم ټولو ته کورونه نه دي ورکړل سوي او ځیني یې اساسي خدمات نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *