د کوېټ یو شمېر پانګوالو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره کتلي دي

په دې کتنه کي کوېټي پانګوالو ویلي، افغانستان د پانګوني لپاره په یو مناسب هيواد بدل سوی او دوی لېواله دي، چي په بېلابېلو برخو پر پانګوني سربېره د سوداګرۍ په برخه کي هم فعالیت وکړي.

دغو پانګوالو ویلي، غواړي افغانستان کي د هغو مرستو لپاره یو مرکز جوړ کړي، چي د اسلامي هيوادونو له لوري ورکول کېږي، په خبره یې، دغه بنسټ به له اسلامي امارت سره په همږغۍ یادي مرستي د بېوزلو افغانانو په لاس نیوي او پراختیایي برخو کي ولګوي.

بلخوا اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی، چي اسلامي امارت یې پوره همکاري او ملاتړ کوي.