د کډوالو د ملاتړ یوې ټولني پر پاکستان ږغ کړی چي د افغان کډوالو جبري ستنول بند کړي

د بې ځایه سویو کسانو نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چي ژر تر ژره د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.
دغه سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بندولو په تړاو د دوی غوښتنه بشپړه سوې ده.
دغه سازمان زیاته کړې چي دا غوښتنه ښيي چي نړۍ لا هم د افغانانو ستونزو ته پام کوي.
په ورته وخت کي د ناروې د مهاجرینو د شورا مشر یان ایګلنډ وايي، له لسیزو کړکېچونو، له سقوط سره مخ اقتصاد او د اقلیم له ناوړه پېښو وروسته، افغانستان د هغو میلیونونو افغانانو منلو ته تیار نه دی چي په ګاونډیو هیوادونو کي د اخراج له خطر سره مخ دي.
دا په داسي حال کي ده چي په پاکستان کي د افغان کډوالو کور په کور تلاشۍ دوام لري او د کډوالو ستونزي یې نوري هم زیاتي کړي دي.
دا مهال په ایران او پاکستان کي سلګونه زره افغان کډوال د اخراج له خطر سره مخ دي.