د دې ادارې د تازه راپور لهمخي، په ۲۰۲۴ کال کي ټول ۲۸ زره ۳۵۲ کډوال او پناه غوښتونکي د سمندر له لاري یونان ته رسېدلي چي یوازي ۲۵٪ یا ۷ زره ۷۱ یې له افغانستان څخه دي.
په راپور کي راغلي چي، ډېری دغه افغانان له خپلو کورنیو سره راغلي چي، ۳۳سلنه نارینه، ۲۳سلنه مېرمني او پاته ۴۴سلنه یې کوچنیان دي.
په ورته وخت کي یوشمېر هغه افغانان چي د اوبو له لاري یونان ته تللي وايي، دې هیواد ته تګ د دوی لپاره له کړاونو او ستونزو ډک سفر و.
دغه کډوال پهداسي حال کي د کډوالۍ د ستونزو په اړه وايي چي، په افغانستان کي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېری افغانان د بېکارۍ، بېوزلۍ، اقتصادي او ځینو نورو ستونزو له امله د خپل هیواد پرېښودو ته اړ کېږي.