د دغي ادارې د معلوماتو له مخي، د راستنېدونکو ۵۰ سلنه ښځي دي او د ۵۸ سلنه راستنېدونکو کورنیو سرپرستي د ښځو پر غاړه ده.
د دغي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د راستنېدونکو له ډلي څخه ۵۳ تنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمرونه لري.
د کډوالۍ سازمان هم وړاندي راپور ورکړى وو، چي پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتي راهیسي شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال ايستلي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان مخکي ویلي وه چي له ۲۰۲۰ کال راهیسي شاوخوا اته میلیونه افغانان کډوال سوي دي.