د ط…البانو د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي، چي ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان افغان کډوال د خپلو سياسي موخو په توګه کاروي. په اعلاميه کي راغلي دي، چي ګاونډي هېوادونو دي د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کي دزغم او حوصلي څخه کار واخلي، افغان کډوال دي په زور او جبر له خپلو هېوادونو څخه نه باسي.
په اعلاميه کي ويل سوي دي، چي پاکستان د افغان کډوالو په ايستلو سره د يادو کډوالو څخه د سياسي موخو په توګه استفاده کوي. په اعلاميه کي ټېنګار سوی، چي پاکستان دي د افغان کډوالو سره په چلن کي ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړۍوال قوانین رعایت کړي.