د کډوالو چارو وزارت ویلي، له هغو بنسټونو سره چي له کډوالو او بې ځایه سویو سره مرسته کوي د ۲ميليونه ۴سوه ٨٩زره ډالرو په ارزښت درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي

د کډوالو چارو وزارت ویلي، له هغو بنسټونو سره چي له کډوالو او بې ځایه سویو سره مرسته کوي د ۲ميليونه ۴سوه ٨٩زره ډالرو په ارزښت درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي چي په هغو کي د روغتیا او ادارې پراختیا موسسه، د ښځو لپاره د ښځو موسسه او د اکټید موسسه شامل دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د دغو تنفاهم لیکونو پر بنسټ به د ښځو لپاره د ښځو موسسه د کډوالو او بې ځایه سویو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون د لوژستیکي ملاتړ په څانګه کي څه باندي ۱ميليون۲سوه ۶۱ زره ډالره ولګوي.

له بلي خوا د دغه خبرپاڼي له مخي، د اکټید موسسه به په کونړ او لغمان ولایتونو کي د سرپناه او روغتیا په برخه کي څه باندي ۸سوه۷۳ زره ډالره ولګوي.

بل خوا یو شمېر هغه کډوال چي هیواد ته راستانه شسوي وايي، که څه هم دوی د «جبري اېستلو» په بهیر کي له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو په افغانستان کي هم له سترو ننګونو لکه د سرپناه نشتوالی، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، لوږه او بېکاري سره مخ دي.