د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د روان کال تر سپټمبر پوري یې، په افغانستان کي څه باندي دوو زرو کسانو ته دندي پیدا کړي دي

دې سازمان د یک‌شنبې په ورځ ناوخته په خپله ايکس‌پاڼه کي لیکلي چي، دوی د کوچنیو او منځنیو سوداګریو په برخو کي ښځو، ځوانانو، بې‌ځایه سویو او راستنېدونکو ته تجهیزات، روزني او مالي مرستي کړي دي.

له هغه وخته چي طالبان واک ته رسېدلي، ډېری افغانانو د کاري فرصتونو له نشتوالي شکايتونه کړي او زياتوي، چې حکومت او نړيوالو مووسسو دوی ته د کار پيدا کولو لپاره عملي ګامونه نه‌دي پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *