دغه سازمان وايي، یادي مرستي به نویو راستنېدونکو کډوالو ته لومړنۍ اسانتیاوي برابري کړي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکي، چي د دغه پروګرام له لاري به د اته زرو راستنېدونکو لپاره د ژوند ژغورني مرستي چمتو کړي او په ننګرهار کي د ټولنیزو سرچینو د مرکز له لاري به د ۶۳۰۰ بې ځایه سویو کسانو لپاره اړین خدمتونه وړاندي کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان دغه مرسته پر داسي مهال اعلان کړې، چي دوې ورځي وړاندي د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وه، چي په سږني ژمي کي د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کي یوازي له شپږ مېلیونو کسانو سره مرسته کولای سي.