د کډوالۍ نړۍواله ورځ: د افغان کډوالو اوښکي او د ژوند سختي شېبې

نن د کډوالۍ نړۍواله ورځ په داسي حال کي راځي، چي په زرګونه افغانان د کډوالۍ له سختو او دردونکو شیبو سره مخ دي.
په ایران، پاکستان، ترکیه او د نړۍ په نورو هیوادونو کي مېشت افغان کډوال د ژوند‌ د سختو کړاونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي، خو د دوی ږغونه ډېری وختونه نه اورېدل کېږي.
د کډوالو ژوند، چي د جګړو، ناامنیو او اقتصادي ستونزو له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه سوي، له ننګونو ډک دي. په ایران او پاکستان کي، چي د افغان کډوالو تر ټولو لوی شمېر کوربه دي، دوی د کار موندلو، روغتیايي خدمتونو او تعلیم ترلاسه کولو په برخه کي له جدي ستونزو سره مخ دي. ډېری کډوال په داسي شرایطو کي ژوند کوي، چي نه یوازي د دوی انساني کرامت تر پښو لاندي کېږي، بلکي د دوی ماشومان او کورنۍ هم د راتلونکي له پاره اندېښمن دي
یو افغان کډوال، چي په پاکستان کي اوسېږي او نه ئې غوښتل نوم ئې نشر سي وايي: «موږ دلته نه کور لرو، نه کار او نه هم د ژوند هوساینه. هره ورځ د بې‌برخلیکه له وېري ژوند کوو، خو بیا هم د خپلو ماشومانو له پاره هڅه کوو چي یوه ورځ ئې راتلونکی روښانه سي.» دا د زرګونو نورو افغان کډوالو د زړه ږغ دئ، چي د کډوالۍ په سختو شرایطو کي د ژوندي پاته کېدو له پاره مبارزه کوي.
په ترکیه او نورو هیوادونو کي هم د افغان کډوالو وضعیت ښه نه دئ. دوی اکثراً د قانوني اسنادو د نشتوالي، تبعیض او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي. د کډوالو له پاره د ملاتړ او اسانتیاوو نشتوالی د دوی ژوند نور هم له کړاوونو ډکوي.
د کډوالۍ نړۍوالي ورځي په مناسبت، د بشري حقونو سازمانونه او د کډوالو چارو فعالان له نړۍوالي ټولني غواړي چي د افغان کډوالو د وضعیت د ښه‌والي له پاره جدي ګامونه پورته کړي.
دوی وايي، د کډوالو له پاره د قانوني اسنادو ورکړه، د کار او تعلیم زمینې برابرول او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي اسانتیاوي هغه اړین ګامونه دي، چي کولای سي د دوی ژوند ته بدلون ورکړي.