د ګلبدین حکمتیار غوښتنه؛ ټول امريكايان باید د سفارت د پرسونل په شمول له هیواده وايستل سي

شهادت ورځپاڼي د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له قوله ځيني غوښتني لیکلي چي د اسلامي امارت د مشرتابه له مقام څخه یې کړي دي.
دغه ورځپاڼي لیکلي چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته؛ افغانانو ته يو ښه او بې سارى فرصت په لاس ورغلى؛ داسي چي وكولاى سي د خپلي خوښي اسلامي نظام، د ملت له حمايت برخمن ځواكمن او موفق حكومت، د بهرنيو له اغېز او سلطې خلاص او خپلواک هیواد ولري.
ورځپاڼه د حکمتیار له قوله وایي، د ټولو افغانانو هيله دا وه چي اسلام ته ژمن او د ملت په درد دردمن افغانان به يو بل ته د ورورۍ او يو والي لاس وركړي خو نن له وضعيت څخه داسي معلومیږي چي دوی دې لوړو آرمانونو ته د رسېدو په لار كي لا له ډېرو ګواښونو او خنډونو سره مخامخ او لا اوږد مزل په مخ كي لري.
ورځپاڼه لیکي، چي افغانستان لا بشپړه آزادي او خپلواكي نه ده تر لاسه كړې، د هیواد فضاء لا د امريكا په واک كي ده، بې پيلوټه الوتكي يې په مسلسله توګه د هیواد په فضاء كي ګرځي او د خپلي خوښي بريدونه كوي.
ورځپاڼه د ګلبدین حکمتیار په حواله وایي، ټام ويست د امريكا خاص استازى؛ كانګرس ته په خپلي وضاحتي وينا كي ادعاء كوي چي د دوی د تروريزم ضد ځواک او اداره په افغانستان كي فعال او ځواكمن حضور لري او په دې ارتباط ا.ا له دوی سره پر خپلو ژمنو عمل كوي.
هغه زیاته کړې، چي دې حالت ته بايد د پاى ټكى كښېښودل سي، امريكا بايد مجبوره كړل سي چي له شرارتونو لاس واخلي او د افغانستان ملي حاكميت، د مځکي او فضاء خپلواكي ته درناوى وكړي.
حکمتیار غوښتنه کړې كه چیري امریکا دا هرڅه ونه مني نو باید سفارت یې محاصره او بند كړى سي او ټول امريكايان د سفارت د پرسونل په شمول له هیواده وايستل سي.
د ا.ا مسوولینو تر اوسه د حکمتیار دې څرګندونو ته غبرګونه نه دی ښوولی.