د ګیله من وزیر پر شهادت د ټولنیزو رسنیو سره سره په ټوله کوزه پښتونخوا کې پراخ ماتم روان دی

د ټولنیزو رسنیو تر څنګ په لر او بر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، مدني فعال، شاعر او د لوی افغان وطن ارمانجن ګیله من وزیر پر شهادت پراخ ماتم روان دی.
ګیله من وزیر په دې شهرت ترلاسه کړی وو چي د بشري او مدني حقونو لپاره یې فعالیت کاوه او له پښتنو سره یې د میني او ملتپالني شاعري کوله دغه راز د پاکستان د پوځ پر ظلمونو یې نیوکي کولې.
ګیله من وزیر د جولای پر اوومه د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کي د څو کسانو له لوري په مرګ ووهل سو، درې ورځي په روغتون کي بستر وو او بالاخره تېره شپه په حق ورسیدی.
ګیله من وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کي د یوه تن له لوري، چي ازاد خان دواړ نومیږي او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو په لرګیو پر سر وهلی وو.
داوړ په شمالي وزیرستان کي يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کي د جایداد کاروبار لري.
بل خوا منظور پښتین ویلي، د ګیله من وزیر د درملني پوره هڅه یې وکړه او ان د جولای پر۱۰مه له امریکا څخه ورغلیو ډاکترانو هم د هغه معاینه وکړه خو هغه ونه ژغورل سو.
د هغه په وینا، ګیله من وزیر یې په غورځنګ کي تر ټولو نژدې ملګری وو او دښمن داسي وار ورباندي کړی وو چي علاج یې ناممکن حد ته رسېدلی وو.
ګيله من په ۲۰۲۳ز کال کي پر پوځ د نیوکو او د خلکو د پاروني په تور هم نیول سوی وو او اته میاشتي یې په زندان کي تیري کړي وې چي د پوځ له خوا یې د لاسونو نوکان هم ایستل سوي وه.