د یوې افغاني مور د زړه ټوټه؛ د ۴۰ ورځو ماشوم د پردي ظالم هيواد په روغتون کښي يوازي پاته دئ

د یوې افغاني کورنۍ د درد څخه ډکه کيسه، چي هر انسان د اوښکو او سوچ په لور بیايي.
یوې افغاني مور او پلار، چي د خپل ۴۰ ورځني ناروغه ماشوم د ژوند ژغورلو له پاره د پېښور حیات آباد میډیکل کمپلیکس ته لېږلی.
د ویزې او پاسپورټ د نشتوالي له امله د خپل د زړه د ټوټي په روغتون کښي پرېښودلو ته اړ سوي. دا کورنۍ، چي د خپل نازک ماشوم د درملني له پاره هر څه کولو ته چمتو وه، د پاکستان د سختو قوانینو او بې اسنادۍ له امله له تېرو اوو ورځو راهیسي په بې وسۍ او د خپل نازولي ماشوم څخه په فراق کښي ژوند کوي.
دا د ۴۰ ورځو ماشوم، چي لا ئې د مور په غېږ کښي د میني تودوخه او د پلار د شفقت لاسونه په سمه توګه نه دي احساس کړي، اوس د روغتون په یخو بسترونو او د نرسانو تر پاملرنې لاندي په يو ظالم هيواد پاکستان کښي یوازي پاته دئ.
هغه مور، چي شاید هره شېبه د خپل ماشوم د نرم ږغ، معصومي موسکا او بوی له پاره ژاړي، د بې رحمه سرحدونو او قانوني خنډونو له امله خپل ماشوم ته نه سي رسېدلای. دا یوازي د کاغذي اسنادو نشتوالی نه، بلکي د یوې مور او ماشوم ترمنځ د میني او اړیکو پر وړاندې یوه ظالمانه دیوال دئ.
حیات آباد میډیکل کمپلیکس چارواکو ویلي، چي ماشوم اوس هم تر درملني لاندي دئ او روغتیايي حالت ئې د ښه کېدو په حال کښي دئ، خو د کورنۍ د بېرته ستنېدو او یا د هغوی د وضعیت په اړه هیڅ څرګند معلومات نه سته.
د روغتون کارکوونکي، چي د دې دردونکي پېښي شاهدان دي، وايي چي دغه ډول پېښي د افغان کډوالو له پاره نوي نه دي، خو دا کیسي ئې زړونه نور هم دردولي دي.
په ټولنیزو رسنیو کښي د دې پېښي په اړه غبرګونونه راپورته سوي، د ټولنيزو رسنيو کارونکو د افغان کډوالو پر وړاندي د پاکستان د سختو پالیسیو غندنه کړې او د بشري حقونو د خوندیتوب غوښتنه ئې کړې ده. ځینو لیکلي: “دا څنګه انصاف دئ چي یوه مور د خپل ماشوم څخه جلا سي؟” او نورو پوښتلي: “تر کومه به افغان کډوال دا ظلم زغمي؟” خو د دې ټولو ږغونو سره سره، د دې کورنۍ درد او د هغوی د ماشوم تنهایي لا هم دوام لري.
دا کیسه یوازې د یوې افغاني کورنۍ تراژیدي نه ده، بلکي د زرګونو افغان کډوالو د بې کسۍ، بې عدالتۍ او بې وسۍ یوه ژوندۍ بېلګه ده.
دا هغه درد دئ چي د هر انسان زړه ئې احساسوي، خو پوښتنه دا ده: ایا نړۍواله ټولنه به د دې معصوم ماشوم او د هغه د مور د زړه ږغ واوري؟ ایا د دې کورنۍ له پاره به کومه هیله راڅرګنده سي؟
ايا د افغانستان واکمن نظام ط..البان چي د بشريت، انسانيت او اسلاميت دعوه کوي د دغو مظلومو افغانانو ږغ به واوري؟ ايا د پاکستان د حکومت څخه به د دغې کورنۍ په شان د زرګونو افغان کورنيو د مظلوميت پوښتنه به وکړي؟ دا یوازي د وخت او انسانیت د امتحان خبره ده، چي امتحان کښي به کاميابيږي او که د الله ج په حضور کښي د‌ مظلومو افغانانو سره لاس په ګريوان حاضريږي.
دغه دردونکې کیسه یوازي د یوې کورنۍ نه، بلکي د زرګونو افغان کډوالو د بې کسۍ او بې عدالتۍ انځور دئ، چي د نړۍوالو پاملرني ته اړتيا لري.
ليکنه: عمر خپلواک