د ۱۹ کلنو کرکټ اسیا جام په پایلوبه کي بنګله‌دېش هند لوبډلي ته د ۵۹ منډو په توپير ماته ورکړه او د دې جام اتلولي یې په خپل نوم کړه

د ۱۹ کلنو کرکټ اسیا جام په پايلوبه تېره ورځ د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب پیل سوه چي هند د لوبې پچه وګټله او بنګله‌دېش ته یې د توپوهني بلنه ورکړه.

بنګله‌دېش لوبډلي د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو هند لوبډلي ته ۱۹۹ منډي هدف وټاکه، خو هندۍ لوبډلي د ۳۵م اور په دویم توپ کي د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډي جوړي کړې او د ۵۹ منډو په توپير يې ماته وخوړه.