د ۱۹ کلنو نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ په لړ کي نن د افغانستان د ۱۹ کلنو د کم عمر لرونکو د کرکيټ لوبډلي عرب متحد امارتو د ۱۸۰ منډو په لوی توپير سره ماته ورکړل او بريا افغانانو خپله کړل.
د لوبي پچه د افغانستان لوبډلې وګټله او په ټاکل سوو ۵۰ اورونو کي ئې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۹ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري خالد امیري د سلیزې په وهلو سره تر ټولو ډېري ۱۳۲ منډې جوړې کړې. عزیز خان نیازي ۶۰ او برکت الله ابراهیمزی ۶۲ او لوبډلمشر محبوب خان ۵۹ منډي جوړې کړې.
د متحده عربي اماراتو له لوري یوګ شرما دوه، شالوم ډيسوزا او یاین رای یو یو افغان لوبغاړی وسوځاوه.
په دویمه پاڼۍ کي لوبه د باران له کبله یو څه وځنډېده، چي له همدې امله د اوورنو شمېر ۴۷ ته او هدف هم ۳۴۹ منډو ته کښته سو.
په توپ وهنه کي د اماراتو لوبډلي خپلې ویکټې ژر ژر له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله د ۱۶۸ منډو په جوړولو وتوانېده.
د افغان توپ اچونکو له ډلي نورستاني عمرزي ۳، وحیدالله ځدران دوه او زیت الله شاهین د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.
د یادولو ده چي د کرېکټ نړیوالې شورا یا (ایسيسي) د ۱۹ کلنو لوبغاړو نړیوال جام د غوراوي پړاو د سیالیو په ترڅ کي دا د افغانستان درېیمه لوبه وه او اوس د نمرو جدول په سر کي ځای لري.