د ۲۰۲۴م کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کي افغانستان دویمه مسابقه سبا د ارجنټاین په وړاندي کوي

د فوټسال د سږکال مسابقې د سپټمبر له ۱۴مي راهیسي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي رواني دي.

افغانستان په خپله لومړۍ مسابقه کي انګولا ته ۶ د ۴ په وړاندي ماته ورکړې وه او ارجنټاین هم د اوکراین په وړاندي ۷ – ۱ بریا خپله کړې ده.

افغانستان او اوکراین، دغه راز ارجنټاین او انګولا به د سپټمبر میاشتي پر ۲۱مه د مسابقې ډګر ته ووځي.

د فوټسال د سږکال مسابقې د سپټمبر له ۱۴مي راهیسي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي رواني دي.