د ۴۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت په ۱۲ ولايتونو کې د اوبو د مهارولو چيک ډيمونه جوړيږي

د افغانستان د کرنې وزارت خبر ورکوي چې د يو پلان له مخي به د ۴۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت په ۱۲ ولايتونو کې د اوبو د مهار کولو په هدف چيک ډيمونه جوړ کړي. له دې جملې څخه په ارزګان کي د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سربند د جوړیدو چاري پیل سوي دي. پر همدې مهال د اوبو په برخه کې کار پوهان دغه اقدام د اوبو په مهار کولو کي ډیر ګټور ګڼي.