د ۴۵۰ په زړه سوري کوچنیانو درملنه سوې

د افغاني سرې میاشتي د ټولني له خوا د ۴۵۰ هغه افغان کوچنیانو درملنه سوې، چي د زړه د سوري په ناروغۍ اخته وه.
د افغاني سرې میاشتي ټولنه وایې، چي د دغه ناروغو کوچنیانو درمله په افغانستان کي داخل د سرې میاشتي په مالي لګښت تر سره سوې ده.
د افغاني سرې میاشتي ټولني د معلوماتو له مخي، د هر ناروغ کوچني په درمنله له ۷۰۰ څخه تر دوه زره او ۳۰۰ ډالرو پوري لګښت راځي.