ذبيح الله مجاهد: پاکستان بايد د افغان مهاجرينو سره قانوني او اصولي چلند وکړي

وروسته له هغه چي آصف علي زرداري د پاکستان ولسمشر وټاکل سو ښاغلي ذبيح الله مجاهد په يوه مرکه کي ويلي چي د پاکستان حکومت دي د افغان مهاجرينو سره تبعيضي چلند پريږدي او بايد کوښښ وسي چي ددواړو اړخونو ترمنځ پراخي سوداګريزي اړيکي پياوړي سي د پاکستان د تير حکومت په آخرنيو کي د افغان مهاجرينو سره سخت دريزه چلند پيل سو چي ډیر مهاجرين يي په جبر سره وايستل .

نوموړي زياته کړي چي پاکستان ته په کار ده چي په امنيتي برخه کي زيات کار وکړي او د هيواد امنيت برقراره وساتي