ذبيح مجاهد د پاکستاني خبریالانو له لاري امريکا ته ویلي چي موږ په افغانستان کي انټرنټ نه دی

د اسوشيټډ پريس د نن په یوه راپور کي راغلي چي د ط.البانو ویاند ذبيح،الله مجا.هد ټول هغه خبرونه رد کړي دي چي ګواکي دوی په افغانستان کي انټرنټ بند کړی دی.

ذبیح.الله مجا.هد یاده ستونزه تخنيکي بللې ده،او ویلي دي چي د نوري فایبر زاړه کېبلونه زیانمن سوي وه ،د هغو د بدلون کار روان دی،نو ځکه په افغانستان کي انټرنټ بند سوی دی.

ذبیح.الله مجاهد اول دغه خبري د وټسپ له لاري د پاکستاني خبریالانو سره شريکي کړي او وروسته د امريکایي رسنیو له خوا خپري سوي دي.