ذبیح‌الله مجاهد: د ایران له استازي سره مو د اړیکو پر پراختیا او سیمه‌ییز اتصال خبري کړي

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، په دوحه کي یې د افغانستان لپاره د ایران له ځانکړي استازي سره د اړیکو پر پراختیا او سیمه‌ییز اتصال خبري کړي دي.
هغه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، دا خبري يې په دوحه کي د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کي کړي دي.
مجاهد په یوه بل پیغام کي د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني او په دوحه کي د دغه هیواد له سفیر سره د کتني په اړه هم ویلي دي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کي د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړی نېټه د سرطان لسمه او یوولسمه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه یوه ناسته تر سره سوه.
دې ناستي ته د مجاهد په مشرۍ د ا.ا شپږ کسیز پلاوی ورغلی وو او پر ډيری موضوعاتو پکښي بحثونه سوي دي.