ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کي د داعش په ګډون، د بهرنیوتروریستي ډلو د فعالیت خبرونه بې‌ بنسټه وبلل

هغه تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چي حکومت چا ته “اجازه نه ورکوي چي د افغانستان خاوره د کوم بل هيواد د امنیت پر ضد وکاروي.

تر دې مخکي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف، امنیت شورا ته ویلي وو، چي د داعش ډلي د خراسان ولایت څانګه هڅه کوي چي ځان ته نور جګړه ماران جلب کړي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي، په افغانستان کي “هيڅ خپلسري کورنۍ او بهرنۍ ډلي د فعالیت مجال نه‌ لري.

په تيرو درېیو کلونو کي چي اسلامي امارت پر افغانستان واکمن سوی، د داعش د خراسان ولایت څانګي په دغه هېواد کي د ځینو حملو مسوولیت منلی دی.