امریکایي رسنیو راپور ورکړی چي د کابل هوايي ډګر د ٢٠٢١ کال د برید طراح د امریکا په وخت د چهار شنبې په ورځ د دغه هیواد په ویرجینیا کي محکمه کیږي.
د راپور له مخي، که محکمې ورباندي پرېکړه وکړه ښايي د عمر بند سزا ورکړل سي.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ کانګرس ته په خبرو کي اعلان وکړ چي د محمد شریف الله په نوم د داعـ.ش هغه غړی يې د پاکستان په مرسته نيولی چي په ٢٠٢١ کال کي یې د تخلیې پرمهال په کابل هوایي ډګر کي د ١٣ امریکايي پوځیانو په ګډون ګڼ کسان ووژل.
پر همدې مهال د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دې کي هیڅ شک نه سته چي هغه برید داعـ.ش کړی وو او بیا چي داعشیان د پاکستان په خاوره کي نیول کېږي نو دا پخپله دا په ډاګه کوي چي داعش هلته پناه وروړې ده او خپل پټنځایونه یې هم هلته جوړ کړي دي.