ذبیح الله مجاهد وایي، د ښځو د معاشونو په اړه د هغه خپور سوی ږغ رسنیز اهمیت نه لري

د ا.ا د ویاند ذبیح الله مجاهد ږغ چي په ټولنیزو رسنیو کي خپور سوی یوې ښځي ته د معاشونو په اړه ډاډ ورکوي.
خو هغه تازه ویلي، چي دغه ږغ یوازي یوې خور ته د تسلي په موخه لیږل سوی او رسنیز اهمیت نه لري.
د هغه په وینا، د معاشونو په اړه به مالیې وزارت پخپل وخت کي وضاحت ورکوي او ده چي کوم معلومات اخیستي وه ډېر دقیق نه وو.
په دې ورستیو کي د ښځو د معاشونو په اړه داسي ویل کیږي چي د ځینو معاشونه کم او د ځینو هغه بند سوي دي، خو په دې اړه لا هم پوره وضاحت نه دی ورکول سوی.