د طـ.البانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ږغیز پیغام کي ویلي، چي یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او هغه ډول فعالیت یې نه دی ترسره کړی؛ لکه څنګه چي تمه ورڅخه کېږي.
یوناما په ۲۰۲۴ کي د طـ.البانو په زندانونو کي د بندیانو د شکنجې له موضوع پرده پورته کړې وه.
دغه څرګندوني داسي مهال کېږي، چي ټاکل سوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د را رواني دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په ناسته کي د افغانستان په اړه وینا وکړي.
ښاغلي مجاهد ویلي، یوناما تل هڅه کړې چي ډېري کوچنۍ مسلې لویي ښکاره کړي او په افغانستان کي د ناامیو په اړه اندېښنې وزېږوي.
هغه زیاته کړې، یوناما په خپلو راپورونو کي حقایق نه دي وړاندي کړي او د یوناما ماموریت په هغه ډول چي لازمه وه؛ ګټور نه وو.
ملګرو ملتونو تر اوسه د امنیت شورا په غونډه کي د یوناما د مشري د وینا په اړه جزییات نه دي ورکړي؛ خو د دغه شورا په تېره غونډه کي له افغانستانه د داعش د ګواښ په اړه خبرداری ورکړل سوی وو.