د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان ادعا چي په افغانستان کي د ټي ټي پي غړي حضور لري ردوي.
مجاهد وایي دوی هیڅ ډلي ته اجازه نه ورکوي، چي له افغان خاوري د نورو هیوادونو پر وړاندي ناسمه ګټه واخلي.
نوموړی زیاتوي، چي د پاکستاني طالبانو مسله اوسنۍ نه ده بلکي له تېرو شلو کلونو راهیسي هغوی په وزیرستان او د پاکستان په نورو سیمو کي حضور لري.
اسلامي امارت په وار وار ویلي، چي هېڅ ډلي ته به اجازه ورنکړي، چي د افغانستان له خاوري د نورو هيوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان پر وړاندي ناسمه ګټه واخلي.
دا په داسي حال کي ده چي تېره ورځ په ملګرو ملتونو کي د پاکستان د دایمي استازي مرستیال عثمان جادون ادعا کړې وه چي افغانستان د تروریزم پر مرکز بدلېدونکی دی.