ذکیه خدادادي خپلي کیوبايي سیالي ته ماته ورکړه

دغي افغان لوبغاړي چي د کډوالو د نړیوالي کمېټې غړې ده، د پنجشنبې په ورځ وتوانېده د پارس په پارا المپیک سیالیو کي د تکواندو په برخه کي خپلي کیوبايي سیاله ماته کړي.

په‌ دې بریا سره خدادادي د پارا المپیک د تکواندو سیالیو اتو غوره لوبغاړو کي ځای ونيوه.

خدادادي په پارالمپیک سیالیو کي لومړنۍ افغانه سوه، چي یوه بریا په خپل نوم ثبتوي.

خدادادي به په بل پړوا کي له ازبکستان څخه خپلي سیالي سره میدان ته کښته کيږي.

که خدادادي وکولای سي ازبکستانۍ سیالي ته ماته ورکړي، د پارا المپیک نیمه پایلوبي ته به ورسیږي.