راشدخان او رحمن‌الله ګربز د کرکټ نړیوالي شورا د یو ورځنیو لوبغاړو په درجه بندۍ کي پرمختګ کړی دی

د افغانستان د کرکټ دوو لوبغاړو راشدخان او رحمن‌الله ګربز د کرکټ نړیوالي شورا د یو ورځنیو لوبغاړو په تازه اعلان سوې درجه بندۍ کي پرمختګ کړی دی.

د افغان کرکټ بورډ د رسنیزي څانګي په خبر کي ویل سوي، د سويلي افریقا پر وړاندي د ترسره سوي لوبلړۍ تر پایلي وروسته راشدخان د توپ اچونکو او رحمن‌الله ګربز د توپوهونکو په لیکه کي مخکي تګ کړی دی.

خبر زیاتوي، راشدخان د یو ورځنیو توپ اچونکو په ډله کي درېیم او ګربز بیا د توپوهونکو په ډله کي اتم مقام ترلاسه کړی دی.

د ویلو ده چي تر دې وړاندي راشد خان د یو ورځنیو او شل اوریزو توپ اچونکو په درجه بندیو کي څو څو واره لومړي مقامونه هم ګټلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *