راشد خان تر ناروغۍ وروسته بیرته د ملي لوبډلي په نوملړ کي راغلی

د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان د ملا تر عملیاتو نژدې څلور میاشتي وروسته بیرته د ملي لوبډلي په نوملړ کي راغلی.
د افغانستان کریکټ بورډ له ایرلنډ سره د شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ په پنځلس کسیزه لوبډله کي د راشد خان نوم په سر کي لیکلی دی.
له ایرلنډ سره د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ د جمعې په ورځ د کب په ۲۵ پيلیږي.
په دغو لوبو کي د افغانستان بل وتلی توپ اچونکی مجیب الرحمان هم شامل سوی دی.
افغانستان تازه له ایرلنډ څخه د پنځوس اوریزو لوبو لوبلړۍ ګټلې ده.