د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړی راشد خان، چي میاشتنی عاید یې ۵۹ میلیون افغانیو ته رسېږي، د نړۍ د لوړ عاید لرونکو ورزشکارانو په لېست کي شامل دی.
د هندي رسنیو د راپور لهمخي، راشد خان چي د ګوجرات ټیم غړی دی، کلنی معاش یې ۷۰۰ میلیون افغانیو ته رسېږي.
راشد خان، د دې ترڅنګ چي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي کلیدي لوبغاړی دی، دا مهال د هند د کرکټ د غوره لیګ (IPL) یو له لویو ستورو څخه ګڼل کېږي.
راشد خان یو خیریه بنسټ هم لري، چي په ۲۰۱۸ کال کي یې تاسیس کړی او له یتیمانو او بېوزلو کوچنیانو سره د تعلیم او روغتیا په برخو کي مرستي کوي.