د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ځلانده ستوري او د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر «راشد خان» د کرکټ نړیوالي شورا د یو ورځنیو سیالیو د توپاچونکو په تازه درجهبندۍ کي لومړی مقام بیا ځلي ترلاسه کړ.
د کرکټ نړیوالي شورا له خوا په اعلان سوي تازه درجهبندۍ کي راشد خان لومړی مقام خپل کړی دی.
هغه د یو ورځنیو سیالیو د توپاچوونکو په تازه درجهبندۍ کي په ۶۶۹ نومرو سره لومړي مقام کي راغلی دی او ورپسې هندی لوبغاړي کولدیپ یادوف بیا په ۶۶۵ نومرو دویم مقام خپل کړی دی.
تر راشد خان سربېره محمد نبي د کرکټ نړیوالي شورا په الراونډرانو نوملړ کي لومړی ځای لري.
راشد خان اوسمهال د سویلي افریقا په سوداګریز لیګ کي لوبېږي.
د یادولو ده چي راشد خان د کرکټ په نړۍ کي هغه یوازینی ځلیدلی لوبغاړی دی چي، نوم یې د نړۍ د ريکارډونو «ګېنس» تر کتاب هم رسېدلی.