د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر د شل اوريزو نړۍوالو لوبو په تاريخ کي تر ټولو ډېري ويکټي اخيستي او یو نوی نړۍوال ريکاډ ئې جوړ کړی.
راشد خان په شل اوريزو نړۍوالو لوبو کي د نیوزيلاند د لوبغاړي ټېم ساوتي هغه ريکاډ مات کړ، چي د ۱۶۴ ويکټو په اخيستلو سره ئې نړۍوال ريکاډ ټينګ کړی و.
راشد خان په يادو سياليو کي د ۱۶۵ ويکټو په اخيستلو سره اوس د نړۍ د کرکټ په تاريخ کي لومړی لوبغاړی دئ چي په شل اوريزو نړۍوالو سياليو کي ئې ډېري ويکټي اخيستي او په ياده برخه کي ئې نړۍوال ريکاډ خپل په نامه کړی دئ.