راشد خان څلور کاله وروسته افغانستان ته راغلی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان کرکټ ستوری راشد خان ۴ کاله وروسته افغانستان ته راستون سوی.
‏‎کرکټ بورډ پر خپله پاڼه لیکلي، راشد خان په تيرو څو کلونو کي د بوختيا له امله نه و توانېدلی چي هيواد ته راسي، نن سهار کابل ته راورسېدی او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او اجراییوي رییس له لوري ورته د کابل نړیوال هوایي ډګر کي ښه راغلاست وویل سو.