راپورنه وایي، د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته سوې ده

د ایران پولي ته څېرمه نیمروز ولایت کي د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ټکانو کې د یوه افغان د وژل کېدو او د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل سوي دي.

د حال‌وش په نوم د بشري حقونو ډلي چي د ایران سیستان-بلوچستان اړوند پېښو په اړه خبرونه خپروي، نن چهارشنبه پر ایکس‌پاڼه لیکلي چي د ایران پوله ساتي ځواکونه وروسته له هغه په صفري نقطه کي د طالبانو له یوې سرحدي پوستې سره په ټکانو ښکېل سول چي د ایران د هیرمند ولسوالۍ اړوند ساسولي کلي کي دېره ایراني پوله ساتو ځواکونو پر یو شمېر بلوڅانو ټکان وکړل.

راپورونه وایي، ټکان پر هغه بلوڅانو سوي چي پر پوله د تېلو د لېږد کاروبار مخ ته وړي او تن وژل سوی دی.

حال‌وش ویلي چي وژل سوی کس د نعیم ریګي په نوم یو۲۶ کلن بلوڅ وو.

خو د نیمروز ولایت د پل ابرېشم په سیمه کي کمیسار مولوي حنظله په سیمه کي د دوی او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبره رد کړې، خو یوازي یې د یوه کس وژل کېدل پرته له دې چي د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات ورکړي، تایید کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *