راپورونه وایي، د ایران روحاني مشر زرګونه بندیان بخښلي دي چي د بهرنیو هیوادونو اتباع هم پکښي شامل دي

د ایرنا په راپور کي ویل سوي چي په بخښل سویو کي هغوی هم دي چي د دولت پر ضد جنایتونو تورونه ورباندي لګول سوي وه.
دې خبري اژانس ویلي چي ایات الله علي خامنه اي د ایران د قضایه قوې مشر غلام حسین محسني په وړاندیز ۲۸۸۷ کسان بخښلي چي په بیلا بیلو جنایاتو تورن وه.
په راپور همدارنګه ویل سوي چي په بخښل سویو کي ۵۹ داسي کسان هم وه چي په مرګ محکوم سوي وه خو په تازه حکم کي ورته د بند تیرولو سزا ټاکل سوې ده.
د ایرنا خبري اژانس راپور له مخي ۴۰ تنه بهرنیان هم بخښل سوي خو دا یې نه دي ویلي چي دا کسان د کومو هیوادونو اتباع دي.
دا په داسي حال کي ده چي ایران په نږدې وخت کي د ځینو بهرنیانو په ګډون یو شمېر افغانان هم اعدام کړي دي تر اوسه ښکاره نه ده چي په بخښل سویو کسانو کي افغانان سته او که نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *