د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې وایي، شمالي کوریا روسیې ته نور پوځي سرتیري هم استولي دي.
د جنوبي کوریا د استخباراتو د معلوماتو له مخي د دغو پوځیانو یوشمېر یې له اوکراین سره پر پوله په کورسک سیمه کي ځای پر ځای سوي دي.
د جنوبي کوریا رسنیو د خپل هیواد د استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکړی چي روسیې ته د تازه دمه استول سویو کوریایي پوځیانو شمېر معلوم نه دی.
تر دې وړاندي جنوبي کوریا او لویدیځو هیوادونو ویلي وه چي شمالي کوریا تېر کال شاوخوا ۱۱ زره سرتیري روسیې ته لیږلي وه چي د اوکراین په ضد جګړه کي ورسره مرسته وکړي.
په اوکراین کي د روسیې جګړه روانه اونۍ څلورم کال ته واوښته.