راپورونه وایي، چي د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکي غونډه کي د ګډون لپاره طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل سوې

ټاکل سوې چي دغه غونډه راتلونکې اونۍ د اکتوبر په ۱۵ او ۱۶ په اسلام آباد کي جوړه سي او د دغه غونډي کوربه هیواد پاکستان د بېلابېلو هیوادونو د مشرانو او شاوخوا ۲۰۰ پلاوو هرکلی کوي.

د راپورونو له مخي، د شانګهای په غونډه کي د افغانستان نه ګډون وروسته له هغه تایید سو چي د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي دغه هیواد ته بلنه نه وه استولې.

رسنیو د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چي د شانګهای د همکاریو په سازمان کي د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسي غیر فعال دی.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون په ٧مه د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی سو، خو د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړیتوب راهیسي یې په فعاله توګه ګډون نه دی کړی.

د افغانستان برعکس مغولستان ته بلنه ورکړل سوې چي په دې غونډه کي د څارونکي هیواد په توګه ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *