رنځور لوبډلي له ناصري لوبډلي څخه ماته وخوړه

د کندهار انټرکلب ۵۰ اوریزه سیالیو په ۲۰مه لوبه کي نن رنځور کرکټ لوبډلي له ناصري خپلواک کرکټ لوبډلي څخه په پنځو وکټو ماته وخوړه.

په دې لوبه کي رنځور کرکټ لوبډلي د لوبي پچه وګټل او د توپوهني پرېکړه ئې وکړه، دې لوبډلي په ۳۹م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د محمد رفیع ۵۳ او نعمت الله ۳۵ منډو په مټ ناصري لوبډلي ته ۱۴۵ منډي هدف ورکړ او د ناصري لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي جلیل خان څلور او احمدالله دوه لوبغاړي وسوځول.

ناصري لوبډلي یاد هدف په ۳۱م اور کي د خیال محمد ۳۷ او احمدالله ۲۳ ناسوځېدلو منډو په مټ پوره کړ او د رنځور لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي نصیراحمد درې لوبغاړي وسوځول.

ناصري لوبډلي خپله مخکنۍ لوبه هم ګټلې وه او رنځور لوبډلي بیا بایللې وه