روزا اتونبایوا د افغانستان بانک له سرپرست، سره په کتنه کي د مالي او بانکي سکتور په اړه خبري کړي دي

د افغانستان بانک وایي چي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، روزا اتونبایوا د افغانستان بانک له سرپرست، نوراحمد اغا سره په کتنه کي د مالي او بانکي سکتور په اړه خبري کړي دي.

افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي په دې کتنه کي د مالي او بانکي سکټور په اړه بحث سوی دی.

د افغانستان بانک سرپرست، نوراحمد اغا په دې کتنه کي ویلي، د افغانستان بانک ژمن دی چي په افغانستان کي د مالي او بانکدارۍ سکتور ته وده ورکړي او په دې توګه د هیواد په اقتصادي وده کي مثبت رول ولوبوي.

خبرپاڼه همداراز د مېرمن اوتونبایوا له قوله لیکي، چي هغې د هیواد د اقتصاد په ښه والي کي د مالي او بانکي سکتور د ودې او پراختیا اهمیت ته په اشارې سره د هیواد د مالي سکتور د ودي او پراختیا په برخه کي د دغه سازمان د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *