د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د یوناما مشره روزا اوتنبایوا وایي، چي د ملګرو ملتونو سازمان په بېلابېلو برخو کي له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
هغې دغه څرګندونې تېره ورځ کابل کي د ملګرو ملتونو سازمان د ۷۹مي کاليزي په مناسبت یوې غونډي ته د وینا پر مهال کړي دي.
هغې ویلي، چي ملګري ملتونه د روغتیا، پراختیا، سولي، ټیکاو او بشري مرستو په ګډون بېلابېلو برخو کي له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
د هغې په وینا، افغانستان په یو حساس پړاو کي دی او په دې وروستیو کي دغه هیواد د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ د ډېرو زیانمنو سویو هیوادونو په کتار کي راغلی دی.
روزا اوتنبایوا ویلي، چي د ملګرو ملتونو سازمان ترڅنګ، ټول ملي او نړۍوال بنسټونه باید په دې برخه کي خپل مکلفیت ترسره کړي او د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي، چي د نړۍوال ناورین مخه ونیوله سي.