د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي روزا اوتونبایوا وایي، د راتلونکي ژمي لپاره یې د افغانانو د اړتیا وړ یوه اندازه مرستي ترلاسه کړي دي.
بېوزلي او بېکاري دا مهال د ډېرو افغانانو د ژوند له مهمو ستونزو څخه یادیږي.
نړیوالو هم د همدې اړتیاو په درک کولو سره هڅي پيل کړي، چي د راتلونکي ژمي پر مهال، چي یوه نیمه میاشت لا ورته پاته ده، د بېوزله افغانانو لاسنیوی وکړي.
پهدې ترڅ کي ملګروملتونو ویلي، د ژمي پر مهال یې د افغانانو د اړتیا وړ یوه اندازه مرستي ترلاسه کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي روزا اوتونبایوا دغه خبرې د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کي کړي، خو د ترلاسه کړیو مرستو اندازه یې نهده ښودلې.
بېکاري، د نړیوالو د مرستو کمېدل او د وچکالۍ په ګډون بېلابېل طبیعي افتونه د افغانانو د بشري اړتیاو د زیاتېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.