روزا اوتونبایوا: د کوکنارو د بدیل کښت او کوچنیو پورونو په برخه کي همکاري زیاتوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا په کندهار کي له ولایتي مسوولینو سره کتلي.
د کندهار ولایت مقام په یوه خپره کړې اعلامیه کي ویلي، وتونبایوا په کندهار کي له مرستیال والي سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو يې ورسره بحث کړی.
که څه هم یوناما د دې سفر په اړه تبصره نه ده کړې، خو د کندهار ولایت مقام وایي، هغې د کوکنارو د بدیل کښت او د کوچنیو پورونو په برخه کي د همکارۍ په اړه خبري کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، مرستیال والي له مېرمن اوتنبایوا سره په لیدنه کي ویلي، چي نړۍ باید په افغانستان کي د پانګوني لپاره بېلابېل دلایل وړاندي نه کړي ځکه دلته امن دی او پانګوني او کار ته ښه زمینه برابره ده.