روزګان: وروستيو سېلابونو ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په روزګان کي د پيښو په وړاندي د مبارزې اداره وايي، چي په دې ولایت کي وروستيو سېلابونو ۱۲ کسان مړه کړي او ۶ نور يې ټپيان کړي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخي، چي د همدې سېلابونو له امله په لسګونه کورونه او کرنيزي مځکي هم ویجاړي سوي دي.
دغه اداره وايي، چی دا معلومات لومړني دي او ممکن مرګ ژوبله نوره هم وي.
د ولایتي مسولينو په خبره، چي ډېرو سيمو ته يې مرسته کوونکي ډلي رسيدلي او د هيوادوالو په ژغورلو بوختي دي.
وروستيو اورښتونو د افغانستان په ډېرو سيمو کي ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.