روسيه: افغانستان کي د داع.ش ډلي پراخ نفوذ د سيمي د امنيت د پاره ګواښ دئ

د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي، یوري کوکوف په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي، چي افغانستان کي د‌ داع.ش ډلي نفوذ مخ پر زياتېدو دئ، چي دغه نفوذ د سيمي هيوادونو په خاص ډول د روسيې د پاره يو ستر ګواښ دئ.
هغه وايي مسکو په افغانستان کي د ترهګرو ډلو فعالیتونه د نژدي څخه څاري هغه وايي د داسي ډلي خطر موجود دئ چي:«ترهګري له افغانستانه د مرکزي اسیا هیوادونو ته او په پایله کي د روسیې خاوري ته انتقال کړي.»
هغه زیاته کړې: «سره له دې چي افغانستان کي جګړه پای ته رسېدلې، خو بې‌ثباتي لا هم په افغانستان کي دوام لري، داسي بې‌ثباتي چي د ګاونډیو هيوادونو له پاره یو جدي ګواښ دئ.»
هغه په افغانستان کي د دغو وسلوالو ډلو پر مخنيوي ټينګار کړی دئ.
د روسيې دغه چارواکي دغه خبري پر داسي مهال کړي، چي د امريکا د استازو جرګي د بهرنيو اړيکو د فرعي کمېټې مشر بيل هايزنګا هم په خپلو وروستيو څرګندونو کي ادعا کړې، چي د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو ډلو په خوندي پټنځای بدل سوی.
د هغه په خبره چي دغه ترهګري ډلي په سيمه کي د امنيت د خرابوالي له پاره ځان تقويه کوي.