اوکراین د روسيې د خوا د پراخو هوايي بریدونو خبر ورکړی، چي د دغه هیواد یو شمېر سیمي ئې په نښه کړي دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کښي ۴۷۹ بېپیلوټه الوتکي (ډرونونه) او ۲۰ کروز توغندي کارول سوي دي.
دا بریدونه په داسي حساس وخت کښي ترسره سوي، چي د اوکراین او روسيې ترمنځ د جنګي بندیانو د تبادلي په اړه خبري اتري رواني دي.
دغه تبادله، چي په اصل کښي د تېري اونۍ د پای له پاره پلان سوي وه، د نامعلومو دلایلو له امله وځنډېده. تر اوسه ئې د ځنډ په اړه کره جزئیات نه دي خپاره سوي، خو دا پېښه د دواړو هیوادونو ترمنځ د رواني جګړې په جریان کښي د تاوتریخوالي دوام ښيي.
د جنګي بندیانو تبادله د دواړو خواوو له پاره یو مهم ګام ګڼل کیږي، چي کولای سي د مذاکراتو او احتمالي سولي پروسې له پاره لاره هواره کړي.
بايد وويل سي، چي د اوکراین او روسيې ترمنځ جګړه، چي په ۲۰۲۲ ميلادي کال کښي پیل سوې، لا هم دوام لري، چي په دې وروستيو کښي د جګړې شدت نور هم زيات سوی.